اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کابل کې د دا/عش د یوې مهمې شبکې غړي د طا-لبانو لخوا ونیول شول

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو استخباراتو ته نږدې یوې رسنۍ «المرصاد» په یوه راپور کې ادعا کړې، چې طا-لب ځواکونو تېره اوونۍ (د چنګاښ  په ٢٠ نېټه)د کابل په پنځمه حوزه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دا/عش د یوې مهمې شبکې څو غړي نیولي دي.

خو طا-لب چارواکو تر دې مخکې له ځینو بهرنیو چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې دا/عش«له منځه وړي» دي.

خو طا-لبانو ته د نږدې یوې رسنۍ د راپور له مخې، په دغه پټنځای کې یوه زیاته اندازه چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات هم کشف شوي، چې د دې ډلې په وینا د محرم پر مراسمو يې د «وژونکو بریدونو» پلان درلود.

طا-لبان ادعا کوي چې د دغه پټنځاى مسٶل يو افغان دى چې له يوې پاکستانۍ ښځې سره واده کړى او له روزنې وروسته افغانستان ته لېږدول شوى.

د رسنیو په راپور کې ویل شوي، هغه بریدګر چې څو میاشتې وړاندې یې د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د شیعه خلکو یو موټر په نښه کړی و، هم نیول شوی دی.

د طا-لبانو استخباراتو ته نږدې دغه رسنۍ همداراز لیکلي چې: «توقیف شویو کسانو په پاکستان کې د یو شمېر دیني عالمانو، مدرسو، مخالفو څېرو او سیاستوالو نوملړ ترلاسه کړی چې داعش پرې د برید نیت درلود او یو شمېر یې تر برید مخکې وژلي وو.»

د دغه راپور بربنسټ، طا-لبانو له بندیانو څخه په افغانستان او یو بل ګاونډي هیواد کې د اهدافو لېست هم ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د امنیت د څار ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې دا/عش خراسان یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې شپږ بریدونه ترسره کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا