اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونه

په کابل کې د داوود خان ښارګوتی د طا-لبانو لخوا مصادره شوه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه وزارت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټى مصادره کړى دی.

دا ښارګوټى د هېواد د یو سوداګر نجیب زراب پورې اړه لري چې په ٢٠١٦ هجري لمریز کال کې پرانیستل شوى و.

دغه ښارګوټی ۵۵۶ جریبه مساحت لري، چې یوه برخه یې د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د «کمپنۍ» په سیمه کې موقعیت لري.

په دې ښارګوټي کې خلکو د ځمکې په پېرلو سره ودانۍ جوړې کړې دي.

د طا-لبانو تر کنټرول لاندې عدلیې وزارت دغه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه ګرځولې  ده.

طا-لبانو ویلي چې د دې ښارګوټي قضیه د دوی د ځانګړې محکمې له خوا څېړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې غصب د مخنيوي لپاره د طالبانو کمېسیون د هېواد په یو شمېر سیمو کې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا