اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کابل کې برید/ پنټاګون: دا/عش خراسان څانګه یو ګواښ دی

دید خبرې آژانس: پنټاګون په کابل کې د ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي، چې د دا/عش خراسان څانګه اوس هم یو ګواښ دی.

د پنټاګون ویاند جنرال رایډر ویلي چې واشنګټن به د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

دا/عش د سې شنبې په ورځ په کابل کې د طا-لبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست.

دا/عش ادعا کړې چې په دغه برید کې یې تر ۴۵ ډېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

دا/عش ویلي چې ځانمرګی بریدګر د کارکونکو لپاره په تمه و، چې له اصلي دروازې څخه ووځي او دی خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړي.

د پنټاګون ویاند د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «دا/عش یو ګواښ پاتې دی، که هغه د دا/عش خراسان څانګه وي یا د هغې نورې څانګې.»

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات به له خپلو ملګرو او شریکانو سره په ګډه د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي و، که د دا/عش خراسان له خوا “نږدې ګواښ” احساس کړي، امریکا به پرې برید وکړي.

جنرال رایډر وویل، «که چېرې پر دا/عش فشار نه وي، نو بیرته به وده وکړي.»

هغه په سوریه او عراق کې د دا/عش د ګواښونو په ځواب کې وویل چې دغه ډله هغومره پیاوړې نه ده څومره چې یوه لسیزه مخکې وه. خو هغه وویل چې د دا/عش ګواښ باید جدي ونیول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا