په کابل ښار کې څه باندې ۲۰۰ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي
دید خبرې آژانس: کابل ښاروالۍ وايي چې د تېرو يوولسو میاشتو په بهير کې، د کابل په کچه څه باندې ۲۰۰ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
په تېرو شاوخوا يوولسو میاشتو کې په کابل ښار کې ۲۰۳ د سړک جوړونې او نورې بېلابېلې پروژې پلې شوې دي چې د دغو پروژو د تطبيق په بهير کې تر ۳۰ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د کابل ښاروالۍ په روان ۱۴۰۳ مالي کال کې د ښار د ۲۲ ګونو ناحیو لپاره د ۶.۴ میلیارده افغانیو په لګښت، ۱۶۵ پراختیايي پروژې پلان شوې چې له دې جملې ۱۰۷ یې د سړکونو، کانالونو او هوايي پلونو جوړول دي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ په تېرو پنځو میاشتو کې څه باندې درې میلیارده ۱۶۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د ښاري خدمتونو د ښه والي او ودې په برخه کې لګول کېږي.
همدا رنګه د کابل ښاروالۍ د راتلونکي ۱۴۰۴ مالي کال په پراختیايي پلان کې، ۲۵۸ بېلابېلې پروژې په پام کې نیول شوې چې شاوخوا ۸.۲ ميليارده افغانۍ لګښت پرې راځي.