اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

په کابل د طا-لبانو والي: د محرم لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی

دید خبرې آژانس:د طا-لبانو سرپرست حکومت د کابل ولایت والي امین الله عبید د کابل په لویدیځ کې له یو شمېر علماوو سره په کتنه کې وویل چې د عاشورا د مراسمو د تر سره کولو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او امنیتي طرحه ورسره شریکه شوې ده.

د کابل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل والي امین الله عبید د پلازمېنې په لویدیځ کې له یو شمېر دیني عالمانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د کابل والي وویل چې اسلامي امارت د هیواد له ټولو اتباعو سره یو شان چلند کوي او په اسلامي حکومت کې هیڅ ډول تبعیض او توکم پالنه نشته.

ښاغلي عبید په دې ناسته کې زیاته کړه چې د عاشورا د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او امنیتي پلان یې له ټولو اړوندو ارګانونو سره شریک کړی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې حکومت د دا ډول دیني مراسمو د تر سره کولو لپاره د هېواد د ټولو اتباعو د ښه امنیت د تامین هڅه کوي او د عاشورا د مراسمو لپاره یې ځانګړې امنیتي او کلتوری کمېټه جوړه کړې ده.

د کابل والي د هېواد له ټولو شيعه خلک څخه وغوښتل چې د عاشورا په شپو او ورځو کې له امنيتي ځواکونو سره په تماس کې وي.

خو یو شمېر کابل ښاریانو له حکومت څخه د دې مراسمو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې او وايي چې د محرم د میاشتې امنیت باید د تېرو کلونو په پرتله ښه شي.

په وروستیو کلونو کې په پلازمینه کې د ماتم د مراسمو په ګډون پر جوماتونو او دیني کورونو پراخ بریدونه شوي چې درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه یې اړولي دي.

دغو بریدونو نه یوازې د محرم په ورځو کې په جوماتونو، تکیه خانو او ماتمونو کې د خلکو حضور کم نه کړ، بلکې د کابل او ولایتونو اوسیدونکي هم د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره دغو ځایونو ته د پخوا په پرتله زیات راتلل.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: « د کډوالو په اړه هم خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه هم خبرې وشوې، پیغامونه مو ولېږدول چې کډوال باید په جبري توګه ونه ایستل شي او پرېښودل شي چې د هڅونې له لارې هېواد ته راوګرځي، افغانستان د کډوالو د منلو لپاره چمتووالی لري.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي غړي، منیر کاکړ هم له دغه سازمانه غوښتي و څو د یو نیم میلیون افغان کډوالو د ستنېدو په برخه کې یې مالي ملاتړ وکړي.

ځینو نړۍوالو رسنیو هم راپور ورکړی و چې پاکستان په پام کې لري څو د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا