اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په چین کې نړۍوال نندارتون؛ افغانستان ۴۱ غرفو لړی

په چين کې د ٢٨ نړيوال نندارتون د پرانيستلو په لومړۍ ورځ يو شمېر ګډونوال وايي چې دغه نندارتون د کابل او بېجينګ ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په زياتولو کې مهم رول لوبوي.

په چین کې د افغان سوداګرو په ګډون سره ۲۸ نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې چې افغان سوداګرو هم خپل محصولات په ۴۱ غرفو کې نندارې ته ایښي په دې ډول نندارتونونو کې د خپل حضور په تړاو خوښي څرګندوي.

دوی وایي چې د کورنیو محصولاتو د معرفي او بازارموندنې لپاره په نړیوالو نندارتونونو کې د سوداګرو ګډون ګټور دی.

چین د نړۍ له غوره اقتصاد لرونکو هېوادونو دی، چې له هغه سره د اقتصادي اړیکو پراختیا کولای ي د هېواد پر اقتصاد مثبت اغیز ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وایي د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل او بیجینګ ترمنځ د ۳۰۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې ۷ میلیونه ډالر یې صادرات تشکیلوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند،عبدالسلام جواد اخند زاده وايي: «چین ته زموږ ډیری سوداګریز توکي؛ توره جلغوزه، زرد الو او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې دي او وارداتي توکي هم بیا کتان، سولر، الکټرونیکي وسایل او بیلابیل ډوله مبایلونه دي.»

په هېواد کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وورسته چین هغه هېواد دی چې له افغانستان سره یې خپلو اړیکو ته دوام ورکړ او په دې موده کې یې د هېواد د کانونو په بیلابیلو برخو کې شاوخوا یو میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا