اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

په ځينو ولایتونو کې د راتلونکو ۳ ورځو لپاره د سېلابونو اټکل شوی

دید خبرې آژانس: د ا.ا د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو ۳ ورځو لپاره (د روانې سلواغې مياشتې له ۲۱څخه ۲۳مې نېټې پورې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هلمند) سیندیزه حوزه کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (زابل، هلمند، نیمروز او فراه) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کېږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا