په پکتیکا کې یو ماشوم د یو طالب له خوا په ډزو وژل شوی
دید خبرې آژانس: د پکتیکا په سر حوزه کې یوه کورنۍ وايي، د ابراهیم په نوم ماشوم یې پرون په یوه واده کې له موټر د پلاستکي ګل د شکولو له امله د عارف په نوم د طا-لب له خوا په ډزو ووژل شو.
دغه کورنۍ ویلی چې ځايي طا-لب چارواکو عارف نیولی او په ښرنه کې زنداني دی.
د یوولس کلن ابراهیم کورنۍ وايي دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د واده د ورا له یوه موټر ابراهیم پلاستکي ګل شکولی و.
یو شاهد وویل:« د ګل د شکولو سره د عارف په نوم طا-لب له موټره ښګته شو او تومانچه یې د ابراهیم پر خوله کېښوده او څو ډزې یې پرې وکړې.»
د ابراهیم کورنۍ د وژل شوي ماشوم ابراهیم هغه انځورونه شریک کړل، چې له وژل کېدو وروسته یې اخیستل شوي دي.
په دغو انځورونو کې ابراهیم په سرو وینو ککړ ښکاري او پړمخ پر ځمکه پروت دی.
وژل شوی ماشوم هم د پکتیکا د سر حوزهاوسېدونکی دی او پلار یې په سعودي عربستان کې مسافر دی او هغه نن په دغه هېواد کې له خپلو کلیوالو سره په ګډه د زوی فاتحه واخیسته.
د وژل شوي ماشوم خپلوان ویلی، چې د ابراهیم کورنۍ له ځايي طا-لب عارف سره کومه شخصی دوښمني نه لري.
د عارف په اړه ویل کېږي چې نوموړی د پکتیکا ولایت په سر حوزه ولسوالۍ کې د طالبانو په لیکو دنده لري.
دغه کورنۍ له طا-لبانو عدالت غواړي او وايي چې عارف ته دې په عام محضر کې د قتل سزا ورکړل شي.
له دې وړاندې د طا-لبانو په روانه واکمنۍ کې هم ورته ګڼې نورې پیښې شوې دي خو طا-لبانو تل هڅه کړې ورته پیښې له رسنیو پټې کړي.
د روان کال د زمري په میاشت کې په کابل کې د طا-لبانو پولیسو د کابل په کارته نو سیمه کې د حمید جلال په نوم یو ځان پر موټر دزې کړې وې او هغه یې ځای پر ځای وژلی و.
که څه هم له پېښې وروسته د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې هغه کسان یې نیولي چې پر دغه ځوان یې ډزې کړې وې خو له دې پيښې ډېر وخت تېریږي اما دې دمه د نیول شوو طا-لبانو د محاکمې یا هم د سزا په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دغه ځوان پلار سید جلال پښتون له طا-لبانو غوښتي ول چې د قاتلینو محاکمه غواړي.
دا څرګندونې په داسې حال کېږي، چې طا-لبانو په ډېرو ورته مسایلو کې جوړجاړی کړی او د خپلې ډلې غړي یې په عام محضر کې له سزا له ورکړې پچ کړي دي.