اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په پکتیا کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت روغتون جوړ کړی

دید خبرې آژانس: د پکتیا د ځاځي اريوب ولسوالۍ اړوند په سرګل کلي کې يوې مېرمنې او د هغې د خاوند او زامنو له لورې په شخصي لګښت يو مجهز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د روغتون جوړوونکې مېرمن او خواند یې سلیمان جان صالح ویلي چې، روغتون په اړینو وسایلو سمبال او خدمات به يې تر ډېره د مور او ماشوم په برخه کې وي چې، شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.

دوی زیاتوي، په دې سیمه کې خلک له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ وو او په خبره یې چې، تر خپله وسه به له دې روغتون سره نوره همکاري هم کوي.

د همدې روغتون د پرانیستې پرمهال د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر نور جلال جلالي ویلي چې، په ټول هېواد کې د روغتیایي خدماتو په برخه کې له نیمګړتیاوو سره مخ دي، خو هڅې روانې دي څو ټولو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل حقاني هم ویلي چې، په دغه ولایت کې روغتیايي خدمات کمزوري دي او مرکزي روغتون هم د لازمو طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې، نه یوازې په پکتیا بلکې په ټول هېواد کې خلک په روغتیايي برخه کې له کمزوزو فعالیتونو سر ټکوي او له حکومت غوښتنه کوي چې، روغتیايي خدمات دې معیاري شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا