اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه
په پکتیا کې د مځکې ښویېدو/ د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شول
دید خبرې آژانس: په پکتیا ولایت کې سیمه ییزو چارواکې وايي د مځکې د ښوییدو له کبله د یوې کورنۍ اووه تنه کسان مړه شوي دي.
د سيمه ييزو چارواکو وایی چې د دې ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ځمکې د ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
ویل کېږي چې په مړوشویو کې دوه ښځې او پنځه ماشومان دي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو له امله خلکو ته د سرومال ډېر تاوانونه اوښتي دي.