دید خبرې آژانس: د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د ۱۱۰ کلنې شخړې روغه وشوه.

دغه دښمني دوی ته له پلرونو په ميراث پاتې وه او د يوې کورنۍ دوه کسان پکې وژل شوي وو.
د پکتيا د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رييس، نصير احمد طايب وايي: «موږ نن د ۱۱۰ کلنې پخوانۍ بدۍ په روغه جوړه کې حضور لرو، قومي مشرانو، مسوولينو او د شخړو د هواري کمیټې مسوولينو هم راسره ګډون کړی وو.»
د هغو کورنیو غړي چې نن يي ترمنځ روغه وشوه خوښ دي او له نورو خلکو هم غواړي چې خپلې ستونزې د دا ډول قومي جرګو له لارې حل کړي.
خو د پکتيا قومي مشران بيا وايي لا هم دې ولايت کې ګڼې قومي او خپل منځي شخړې پاتې او د هواري غوښتنه يې لري.
قومي مشر، سيد الرحمن په دې اړه داسې وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته واک راکړي که واک راکړي زموږ مسوليت جوړيږي چې شخړې يې حل کړو.»
مسوولين وايي د پکتيا په کچه ورسره ۷۵ سترې شخړې ثبت دي چې له دې ډلې يې ۱۳ د حل په جريان کې دي او د نورو د هواري لپاره هم هڅې کوي.