اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

په پنجشېر کې د زمردو نندارتون

دید خبرې آژانس: پنجشېر کې د زمردو د صادراتو د پراختیا لومړی نندارتون د یوه خصوصي شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ پرانیستل شو.

دغه نندارتون کې د پنجشېر د زمردو په ګډون څه د پاسه سل غرفې کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.

د دغه نندارتون موخه د پنجشېر ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو ته بازارموندنه یاده شوې ده.

د کورنیو شرکتونو مسوولین له سرپرست حکومته غواړي څو له کورنیو تولیداتو د ملاتړ او پراختیا لپاره په کور دننه او بهر نندارتونونه په لاره واچوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت هم وايي، د ګران بیه ډبرو په ځانګړي ډول د پنجشیر زمردو ته د بازار موندنې په موخه به هېواد کې دننه او بهر نور نندارتونونه هم جوړ کړي.

د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم و ویل: « دغه ننداره چې پنجشېر کې جوړه شوې، زمردو ته د ښکلا لپاره چې موږ ملي او نړۍوال سوداګر هڅوو څو دلته راشي او د پنجشېر زمرد چې نړۍ کې لومړی نمبر دي، له نږدې وګوري.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان هم و ویل: « دا لومړی نندارتون و چې پنجشېر کې ترسره شو او انشاالله نږدې راتلونکې کې به موږ نورو ولایتونو په ځانګړې توګه ختیځو ولایتونو کې چې د ګران بیه ډبرو استخراج لرو، نندارتونونه ترسره کړو.»

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست دغه نندارتون کې وایي، د نورو پروګرامونو ترڅنګ، به پنجشېر کې د کلیو پراختیا وزارت هم ځینې پراختیایي پروژې په لاره واچوي.

محمد یونس اخندزاده زیاته کړه: « پنجشېر کې دې پروژې په لاره واچول شي چې زموږ هېوادوال ورته اړتیا لري.»

د دغه وزارت څرګندوي چې د پنجشېر د زمردو د استخراج له پيله تر دې مه دغه ولايت کې د څه د پاسه څلور ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت له شپيته زره قیراطه زیات زمرد پلورل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button