اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په پروان کې په ناپېژند ناروغۍ اخته کسانو شمېر ۵۵۰ تنو ته لوړ شو

دید خبرې آژانس: د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې په ناپېژاندې ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۵۰ ته لوړ شوی دی.

د طا-لبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو په یوه خپور شوي راپور کې د پروان ولایت د روغتیا ریاست د چارواکو له خولې لیکلي، چې په دغه ولایت کې د ناروغانو شمېر له ۵۰۰ څخه ۵۵۰ ته واوښت.

د دغه ریاست مسوولینو ویلي، هغه شمېر ناروغان چې روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ و؛ د ښې درملنې لپاره کابل ته استول شوي دي.

په پروان ولایت کې د طا-لبانو د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالله افغانمل ویلي، چې په دغو ناروغانو کې ښځینه، ماشومان او سپین ږېري هم شامل دي.

د دغې ناروغۍ نښې نښانې په ناروغانو کې سخته تبه، د ځان درد او اسهال ښودل شوي.

دغه ناپېژندل شوې ساري ناروغي له یوې اونۍ راهیسې د پروان ولایت په کفشان دره کې د خپرېدا په حال کې ده.

تر دې دمه د دغې ناروغۍ له امله دوه تنه مړه شوي او د لسو تنو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا