اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په پروان کې ناپېژنده ناروغۍ/ شاوخوا ۵۰۰ کسان اخته شوي دي

دید خبرې آژانس: له څلورو ورځو راهیسې په پروان ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ کسان په «ناپېژنده» ناروغۍ اخته شوي دي.

په پروان کې د طا-لبانو د والي وياند حکمت الله شميم وايي، دا ناروغي ساري ده او د يوه ځاى ډېر اوسېدونکي پرې اخته شوي دي.

د هغه په ​​وينا، دغه کسان د دغه ولايت د شينوارو ولسوالۍ په دره کفشان کې په دې ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي وو.

هغه وايي چې په دې ولايت کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دى.

د راپورونو پر بنسټ، تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله ۲ تنه مړه شوي او د ۵۰ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

 پروان کې د طا-لبانو د والي وياند د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست په حواله ويلي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان له جسمي معلوليت، د عضلاتو سخت درد، سخت اسهال او سختې تبې سره مخ وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا