اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیده

په پروان کي ترافیکی پيښه/۱۹ تنه ټپيان شوي دی

دید خبرې آژانس: په پروان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۹ تنه ژوبل شوي دی.

د پروان سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت د جبل سراج ولسوالۍ د اشبه پل په سيمه کې ترافيکي پېښه شوې ده.

 د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار کلید ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو فلانکوچ موټر د پروان ولایت له شینوارو ولسوالۍ څخه د چاریکارو ښار ته روان و، چې له امله یې د عامو خلکو پر موټر چپه شوی دی.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٩ تنه ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپيان د ځايي اوسېدونکو او ځايي چارواکو په همکارۍ د چاريکارو ښار د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او تخنیکي ستونزې بولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا