اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیمهمهم مطالبنړۍ

په پاکستان کې چاوډنه / ۷ امنیتي ځواکونه ته مرګ ژوبله اوښتي

دید خبړې آژانس:پاکستانی رسنیو وايي چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د یوه ځای پر ځای شوی ماین د چاودنې له امله درې امنیتی ځواکونه وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې امنيتي ځواکونه د خيبر پښتونخوا ايالت په سربنګله او ترخانان سيمو کې په ګزمه بوخت وو.

د ایندیا تی وی د راپور له مخې، د نننۍ چاودنې ټپیان روغتون ته وړل شوي او امنیتي ځواکونه په چټکۍ سره سیمې ته ورغلي او ټوله سیمه یې کلابنده کړې ده.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دي آخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ د عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طا-لبان پاکستان ۲۳ جنګیالي او ۷ پاکستاني امنیتي ځواکونه هم ووژل شول.

د پاکستان د فکری مرکز په وینا، د ۲۰۲۴ په لومړۍ میاشتو کې، پاکستان لږ تر لږه د ۲۴۵ تروریستي بریدونو شاهد و، چې په عمده توګه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په تاوتریخوالو ایالتونو کې چې په پایله کې یې د ملکي وګړو امنیتي پرسونل او یاغیانو په منځ کې ۴۳۲ تنه وژل شوي او ۳۷۰ ټپیان شوي دي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ۸۶ سلنه بریدونه شوي دي چې به ترڅ کي  ۹۲ سلنه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

په دې لړ کې تېره میاشت د پاکستان تحریک طا-لبان اعلان وکړل چې یوازې د اپریل په میاشت کې یې د پاکستان په خاوره کې شاوخوا سل بریدونه کړي چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ترسړه شوي دي.

دغه راز په دغو بريدونو کې زياتره پاکستاني پوځيان په نښه شوي دي. د دغه راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۲۴۳ پاکستانی امنیتی ځواکونه وژل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا