په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو له کانادا وغوښتل چې د دوی دوسیې دې وڅېړل شي
دید خبری آژانس: وروسته له هغې چې کاناډا اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د منلو بهیر به ودروی، په پاکستان کې افغان خبریالان له کاناډا څخه غواړی چې د هغوی د منلو په اړه خپله ژمنه پوره کړی.
په پاکستان کې د خبریالانو یوې ډلې چې شمېر یې تر ۳۵۰ زرو کسانو ته رسېږي، د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۲۶) د دغې پرېکړې پر ضد اعتراض وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د دوی ژوند په خطر کې دی او کاناډا باید د خبریالانو د کډوالۍ د قضیو د حل لپاره یوه ډاډمنه لار ومومي.
دوی وویل: «موږ افغان خبریالان چې د مرګ له وېرې پاکستان ته تښتېدلي یوو، له میاشتو راهیسې په ډېر سخت ذهني او رواني حالت کې یو او په پوره بېوزلۍ کې ژوند کوو».
دغو خبریالانو په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې طا-لبان دوی خپل دښمنان ګڼي. خبریالانو د کاناډا له لومړي وزیر جسټن ټروډو څخه غوښتي چې د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو په اړه خپله ژمنه پوره کړي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته په سلګونو خبريالان او د بشري حقونو فعالان په پاکستان کې مېشت شول.