په پاکستان کې د ۸۰۰ زره نور افغان کډوال د ایستلو لړۍ پیل شوه
دید خبرې آژانس: ویل کیږی چې پاکستان هیواد په جبري ډول نور ۸۰۰زره بې اسناده افغانان کډوال وباسي.
الجزیره راپور ورکړى، له پاکستان څخه د ۸۰۰ زره بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پرون( یکشنبه د چنګاښ ١٠) پیل شوه.
د راپور له مخې، هغه کډوال چې نه غواړي «پخپله خوښه» له پاکستانه څخه ووځي نيول کیږي او په «جبري» ډول شړل کیږي.
د تېر کال په نومبر میاشت کې د بې اسنادو کډوالو د ويستنې په لومړي پړاو کې ۵۴۱ زره افغان کډوال له پاکستانه په زوره او په خپله خوښه ایستل شوي وو.
پاکستان د ويستنې د لومړي پړاو تر پیل مخکې ادعا کړې وه، چې په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې شاوخوا يو ميليون او۷۳ زره یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
خو الجزیره لیکي چې د افغان کډوالو د ایستلو امر په هیواد کې د تروریستي بریدونو د زیاتېدو په صورت کې صادر شوی دی. د پاکستاني چارواکو په خبره دغه بریدونه د طا-لبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د مېشتو ډلو له خوا ترسره کېږي.
طا-لبانو تل د پاکستاني چارواکو دا ادعا رد کړې ده.
خو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميسيون مشرې فیلیپا کونډلر ویلي، هېواد یې باید د کډوالو له ويستنې مخکې د هغوی ځانګړتیاوې و ارزوي. د هغې په وينا ځکه چې ډیری دا کډوال «نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»