اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په پاکستان کې د پوځ د عملیاتونو پر ضد لاریون

دید خبرې آژانس: په پاکستان هیواد کې سلګونه کسان له سپینو بیرغونو سره چې امن پرې لیکل شوی واټونو ته راوتلي دي.

دغو لاریون کوونکو د ټي ټي پي او پاکستان د پوځ ترمنځ د شخړو تر زیاتېدو وروسته د پاکستان د پوځ له لوري د عزم استحکام عملیاتو د ترسره کېدو پر وړاندې لاریون وکړ.

دوی په یوه غونډه کې په خپله سېمه کې د امنیت د خوندیتوب او سولې د ټینګښت غوښتونکي شول او وایي چې د پاکستان په نظامي عملیاتو کې ملکي وګړي موخه ګرځول کیږي.

خو د دغه لاریون له پیله څو ساعته وروسته یاد لاریون په تاوتریخوالي واوښت او لاریون کوونکي ددغې ویډیو په خپرولو سره وايي چې پاکستاني ځواکونو پر لاریون کوونکو ډزې وکړې.

یو لاریون کوونکی وايي: (پوځ او امنیتي ځواکونو پر سلګونه زره کسانو چې د امنیت د ټینګښت لپاره یې لاریون کړی وو ډزې وکړې چې له امله یې یو شمېر کسان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.)

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم پر لاریون کوونکو برید په دې سېمه کې له سولې سره د پاکستان د حکومت د مخالفت څرګندونکی ګڼي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین پر خپل اېکس لیکلي: (دوی زموږ هېوادوال دي، موږ به یې یوازې پرینږدو، موږ ټول یې تر څنګ یوو، پر لاریون ډزې د پښتنو په خاوره کې له سولې سره د پاکستان د حکومت د ښکاره مخالفت ثبوت دی.)

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه یاد نظامي عملیات د جون په ۲۲ نېټه د دغه هېواد د کابینې د پریکړې له مخې پیل کړل چې دغه عملیات د پاکستان حکومت د سیاسي مخالفانو له مخالفت سره مخ شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا