اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

په پاکستان کې د طا-لبانو د سفارت شارژدافیر احضار شو

دید خبرې آژانس: پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ له‌خوا د ملي سرود د بې احترامۍ په اړه د بهرنیو چارو وزارت د طا-لبانو د سفارت شارژدافیر احضار کړ.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو دغې رسنۍ د سرچينو له قوله ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طا-لبانو دغه چارواکي ته یو شکایت لیک هم ورکړی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي و، چې د کوربه هېواد د ملي سرود بې احترامي د سفارتي اصولو خلاف کړنه ده او د طا-لبانو د جنرال قونسل دغه کړنه د غندنې وړ ده.

هغې زیاته کړه:« موږ په کابل او اسلام اباد کې افغان چارواکو ته خپل سخت احتجاج وړاندې کوو.»

پېښور کې د قامي رحمت لعل الامین په کانفرنس کې د پاکستان د ملي سرود غږېدو پرمهال په پېښور کې د طا-لبانو جنرال کونسل یې په احترام ونه درېد، چې د نوموړي دغې کړنې په پاکستان کې پراخ غبرګونونو راوټوکول.

په پېښور کې د طا-لبانو د کونسلګرۍ ویاند شاهدالله له جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د ملي سرود سپکاوی هېڅکله د دوی موخه نه وه.

هغه وويل، چې په ملي سرود کې موسيقي وه؛ نو ځکه ورته نه دي درېدلي.

هغه زیاته کړه:« موږ د موسیقۍ له امله پر خپل ملي سرود هم بندیز لګولی دی.»

هغه وويل، که ملي سرود پرته له موسيقۍ غږېدلى و؛ نو د دوی جنرال قونسل به خامخا ورته درېدلی و.

خو په ټوله کې پر طا-لبانو هم په کور د ننه او هم بهر کې نیوکه دا ده، چې د دغې ډلې مشران له ډیپلوماټیکو تګلارو ناخبره دي او ډېر ځله هغه په لویو او نړۍوالو دریځونو کې له پامه غورځوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا