اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

په پاکستان کې د افغان کډوالو اقامت یو کال لپاره وغځېد

دید خبرې آژانس: د پاکستان دولت کابینې په دغه هېواد کې د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو یا پې، او، آر کارټونو موده د یوه بل کال لپاره وغځوله.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې، په دغې پرېکړې سره په دغه هېواد کې د پي، او، آر کارټونو لرونکي ۱ اعشاریه ۴۵ میلیونه افغانان کولی شي د یوه بل کال لپاره په دغه هېواد کې واوسېږي.

د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې د افغان کډوالو د استوګنې د باور کارتونه د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې تمدید کړل.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې د یو نیم میلیون افغان کډوالو د استوګنې د باور کارتونه چې د جون په ۳۰ یې باور پای ته رسېدلی وو یو ځل بیا د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې تمدید شول.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې یوه برخه لیکي: (کابینې دغه راز د هغو یو اعشاریه ۴۵ میلیونه افغان کډوالو د استوګنې د باور کارتونو موده چې په تیره میاشت کې پای ته رسېدلې وه، د راتلونکي کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې تمدید کړه.)

د کډوالو د حقونو د برخې فعال، احمد خان طالبي و ویل: افغان کډوالو ته چې په ګڼو برخو کې ستونزې پیدا شوې دي، د زده کړو، کار او اقامت په برخو کې دي، باید د سرپرست حکومت او کوربه حکومت ترمنځ په دې اړه خبرې وشي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنر هم د پاکستان حکومت له دې اقدام څخه ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې دمګړۍ باید پر پایداره حل لارو او ملاتړ تمرکز وکړي.

په ورته مهال د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان حکومت له دې پریکړې هرکلی کوي او له افغان کډوالو غواړي چې بیرته خپل هېواد ته راستانه شي.

یاد وزارت وایي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۱۲۰۰ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې دي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني بیا وايي: په تېره یوه اونۍ کې ۱۲۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي چې ۷۰۲ کورنۍ له ایران څخه راغلي او ۵۳۰ کورنۍ له پاکستانه را اوښتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د پریکړې د ځنډولو خبر ورکړی وو، هغه موضوع چې د پاکستان حکومت له لوري بې بنسټه وبلل شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا