اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

په پاکستان کې د افغانانو پنځو جسدونه موندل شوي دي

دید خبرې آژانس: رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان حکومت د پخوانیو هغو پنځو سرتېرو جسدونه موندل شوي، چې په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.

یوې سرچینې د جمعې په ورځ د اسد په ۲۶ مه وویل، چې دغه عسکر په بلوچستان ایالت کې د برق په پایو ځړول شوی دی.

د هشت صبح له قوله ویل شوي، چې دغو سرتېرو د افغانستان په تېر حکومت کې په هلمند کې د پولیسو په توګه دنده ترسره کوله. خو د جمهوریت له ړنګیدو وروسته یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پناه واخیسته.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخواني سرتېري د جمعې په ورځ د اسد په ٢٦مه د بلوچستان ايالت په “دالبندي” سيمه کې په ډزو ووژل شول.

سرچینه زیاتوي، د دالبندي سیمه د ایران پولې ته څېرمه پرته ده.

د وژل شویو کسانو نومونه روزی خان، سمیع الله، سنګری، اسحاقزی او رحمت الله دی.

د دې پېښې لامل او عاملین لا هم معلوم نه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا