اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست
په ورته وخت کې د مسکو فارمت؛ د سینټ کام قوماندان د منځنۍ اسیا هیوادونو له لوړ پوړو پوځي افسرانو سره وکتل
دید خبري آژانس: د مسکو د غونډې په څنډه کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل اریک کوریلا د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لوړ پوړو پوځي پرسونل سره وکتل.
دغه امریکايي جنرال په تاشکند کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او پاکستان له دفاع وزیرانو او پوځي قوماندانانو سره وکتل.
دغه غونډه چې د امریکا متحده ایالاتو او ازبیکستان په ګډه کوربه وه او د سیمه ییزو امنیتي مسایلو او د پوځي همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه جوړه شوې وه.
په دې کتنه کې جنرال کريلا د منځنۍ او جنوبي اسيا له هېوادونو سره د اړيکو ژورتيا په سيمه کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره د امريکا موخه وګڼله.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د روسیې په کازان ښار کې د مسکو په پنځمه غونډه کې د ګاونډیو او سیمې یو شمېر ډیپلوماټانو او ځانګړو استازو ګډون کړی و.