اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

په واشنګټن کې د ناټو مشرانو غونډه

دید خبرې آژانس: د ناټو مشرانو پرون (چهارشنبه، د جولای ۱۰مه) په واشنګټن کې د دغه پوځي اتحاد د ۷۵مې غونډې له پای ته رسېدو وروسته یوه ګډه خبرپاڼه خپره کړه.

د شمالي اتلانتیک د تړون شورا د دې خبرپاڼې د ځینو برخو په خپرولو سره ويلي چې د ناټو غړو په دې خبرپاڼه  کې د اوکراین د غړیتوب او د اوږدمهاله مالي ژمنو پر ملاتړ ټینګار کړی دی؛ خو دوی په دغه ائتلاف کې د دغه هېواد د رسمي بلنې د نېټې له اعلانولو ډډه کړې ده.

په ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې چین « د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې پياوړى کوونکى او ټاکونکی دی».

په ورته وخت کې د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان یو شمېر کارپوهان وايي، چې د دې تړون غړو د واشنګټن په غونډه کې د اوکراین د امنیت په ملاتړ کولو سره د ناټو غړیتوب ته د دغه هېواد « نه بدلېدونکې »  پیاوړې کړې ده.

د ناټو د غونډې په وروستۍ خبرپاڼه کې له اوکراین سره د اوږدمهاله جوړښتونو پر پوځي ملاتړ هم ټینګار شوی دی.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې  ناټو مشران په راتلونکي کې زیات دفاعي تجهیزات؛ په ځانګړې توګه اېف-١٦ اوکراين  ته ورکړي.

خو په دې خبرپاڼه کې امريکا د روسيې په خاوره کې دننه پر هدفونو د اوکراين لخوا د امريكايي وسلو د کارولو د محدوديت په اړه څه نه دي ويلي، د دغه  پوځي تړون د کارپوهانو د څرګندونو پر بنسټ لا هم دا د يوې «ستونزې» په توګه پاتې ده.

دغو کارپوهانو همدارز ويلي، چې که ناټو اوکراین ته په دې غونډه کې بلنه ورکړې وای او یا یې لږ تر لږه د غړیتوب په اړه خبرې اترې پیل کړې وای، دوی به هوکړه کړې وای.

خو په دې خبرپاڼه کې د ناټو غړيتوب ته د اوکراين لاره « نه بدلېدونکې »بلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې  روسیې د اوکراین پر ښارونو خپلو توغندیزو بریدونو ته زور ورکړی چې له امله یې په دې هېواد کې په تېرو څو ورځو کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا