Uncategorizedاسلایدشوراپورنړۍ

په هند کې اورلګېدنې له ٧ تنو ژوند واخيست

دید خبرې آژانس: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د ممبۍ ښار په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله د یوې کورنۍ ٧ غړي مړه شوي دي.

پولیسو اعلان کړی چې اورلګېدنه د دغې ودانۍ ته څېرمه له یوه دوکان څخه پیل شوې ده.

د پولیسو په وینا د دې پېښې په قربانیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

پولیسو ویلي دي چې د دغه پېښې په اړه يي څېړنې پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button