افغانستانروستي خبرونه

په هلمند کې پر افغان امنیتي څواکونو بمباري شوې ده

بيګا شپه د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو اړونده الوتکو په افغان سرحدي پوځيانو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ۳۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوه باوري سرچينه وايي، پېښه د يادې ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې بيګا ماخستن سرحدي عسکر د تراويحو په لمانځه ولاړ وه چې د امريکايي الوتکو له خوا پرې بمونه وغورځول شول.

د سرچينې په وينا په دغه بمبارۍ کې ۱۰ عسکر وژل شوي او شاوخوا شل تنه نور ټپيان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، الوتکو سرحدي ځواکونه بمبارد کړي خو په اړه يې نور معلومات نه لري.

سيمه ييزو امنيتي سرچينو تائيد کړې چې په بريد کې سرحدي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو تر اوسه د هلمند ولايتي چارواکو او بهرنيو ځواکونو د دې هوايي بريد په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم ډیر ځله امريکايي الوتکو افغان عسکر بمبارد کړي، چې نه يواځې د حکومت له لوري يې پوښتنه نه ده شوې بلکې حکومت د دغه عمل نه غندنه کړې او نه يې هم مخنيوی کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا