Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

په هلمند کې درې تنه انسان تښتوونکي د ديارلس کيلوګرامه هيروين سره نيول شوې

دید خبرې آژانس: په هلمند ولایت کې د طا-لبانو چارواکې وايي چې درې تنه انسان تښتوونکي په لښکرګاه ښارکې د پوليسو له خوا نيول شوی دی.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند ملا عزت الله رښتين وايي، درې تنه انسان تښتوونکي يې د لښکرګاه ښار د يوه اوسېدونکي د تښتولو پر مهال نيولي دي.

رښتين وايي، چې تښتوونکو غوښتل د دغه کس د خلاصون په بدل کې پيسې ترلاسه کړي.

د لښکرګاه د امنیې قوماندانۍ ویاند همدا راز زیاتوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو ۱۳.۵ کیلو ګرامه هیروئین، چې په یوه ۵۸۰ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او کابل ته لېږدول کېدل کشف او ترلاسه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button