په هلمند او کندهار کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي
دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې طا-لبانو په هېواد کې کور په کور د پوليو ضد واکسين کمپاين بند کړى، د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په هلمند او کندهار ولايتونو کې د دې ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د روان کال د میزان له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د پولیو دغه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه اداره وايي، د پولیو دوه مثبتې پېښې د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو او یوه بله مثبته پېښه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، په تېره یوه اونۍ کې د چاپیریال د پولیو څلور پېښې ثبت شوې، چې یوه یې په پاکستان، دوه په کندهار او یوه په هلمند کې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۰ ته رسېدلی، چې ۷۴ یې په افغانستان او ۳۳۶ یې په پاکستان کې دي.
دا په داسی حال کې ده، چې باخبرو سرچینو ویلي چې طا-لبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین په بشپړه توګه بند کړی دی.
که څه هم د طا-لبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو ډاکټران ټينګار کوي چې واکسين کول د نورو روغتيايي لارښوونو ترڅنګ د پوليو د مخنيوي تر ټولو مهمه لار ده.
د يادولو وړ ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم پکې د مذهبي مسایلو له امله د ماشومانو د فلج مثبتې پېښې ثبتېږي او دا ویروس پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.