افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په ننګرهار کې یوې چاودنې دوه تنه وژلي او شاوخوا ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي

د دید د خبری آژانس د خبر له مخې له ننګرهار ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي، چې د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ننګرهار

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دوشنبې په ورځ (غبرگولی ۳۰مه) د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
چاودنه نن سهار د شیرګر په بازار کې شوې ده.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چاودنه د مقناطيسي ماين له امله شوې او د غني خېلو ولسوالۍ د روغتون مسئول يې په نښه کړی دی.
ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې یا فرد د دغې چاودنې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماښام د کابل په خواجه بغرا سیمه کې چاودنه شوې، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا