Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

په ننګرهار کې هر کال کې ۲۰۰ مټریک ټنه کبان تولیدېږي

دید خبرې آژانس: د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د کبانو له فارمونو څخه په کلني ډول ۲۰۰ مټریک ټنه کبان تولیدېږي.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن باختر آژانس ته ویلي، چې په دغه ولایت کې تر دا مهاله د کبانو د روزنې ۱۰۰ فارمونه شتون لري، چې په کلنې ډول ترې ۲۰۰ مټریک ټنه کبان تولیدېږي، چې ورسره شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او هڅې روانې دي، چې په دغه ولایت کې د کبانو بچیو تولید لپاره هچریانې جوړولو پلان لري، څو د دې برخې تولید نور هم پیاوړی شي.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم د کبانو اوسنی تولید د ننګرهار اړتیاوې نه پوره کوي، خو هڅې یې پیل کړي، چې د فارمونو په ډېرېدو سره د کبانو په تولید کې ننګرهار پر ځان بسیا کړي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال هر ورځ د تورخم له لارې لس ټنه د کبانو غوښه له پاکستان څخه هېواد ته واردېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button