اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په ننګرهار کې د طا-لبانو عملیات/ یو دا/عشی کس ووژل شو

دید خبرې آژانس: د ننګرهار ولایت څخه سرچینې وایي چې طا-لبانو  نن ( یک شنبه د جنګاښ ۱۷) غرمه مهال د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د دا/عش سره تړلي د یوه کس پر کور عملیات کړي او دغه کس یې وژلی.

سرچینې وايي، په دغې جګړه کې د طا-لبانو پنځه تنه هم ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.

ويل کیږي، طا-لبانو مومندره کې د یوه کس په کور برید کړی، چې لا هم په سیمه کې ډزې روانې دي او ښايي مرګژوبله تر دې ډیره وي.

له سیمې څخه باوري سرچینو وایی چې نن یکشنبه د (چنګاښ ۱۷مه) طالبانو په ننګرهار کې د داعش ډلې پورې تړلي د یوه کس پر کور برید کړی او د دغه کور څښتن یې وژلی.

د طا-لبانو په استخباراتو پورې تړلې المرصاد رسنۍ هم ويلي، چې په مومندره ولسوالۍ کې یې د ذاکر الله په نوم چې مشهور په ابو شېر دی برید کړی او هغه یې وژلی.

طا-لبان تل ادعا کوي چې د دا/عش وسله واله ډله یې له پښو غورځولې او دا مهال په افغانستان کې نه شته، خو بل پلو بیا وايي چې د دا/عش پر پټنخایونو یې عملیات کړي.

پر طا-لبانو شک دی چې دوی خپل سیاسي او پوځي مخالفان د دا/عش په نوم له بندخونو بهر په کورونو او شاړو کې وژني او د دا/عش نوم پرې ږدي.

له تېرو نږدې دریو کلو راهیسې په کابل او ځینو ولایتونو کې طا-لبانو د دا/عش په ضد عملیات کړي او ډېر شمېر کسان یې په کې وژلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا