افغانستانروستي خبرونه

په ننګرهار کې د حقاني ډلې خپلمنځي نښته

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کط یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار ولایت مقام له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې له مخې،  د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې تيره شپه د وسله والو طالبانو خپلمنځي جګړه کې يو وسله وال طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې وژل شوی او ټپيان کسان د وسله والو طالبانو قومندان جلاالدين حقاني د ډلې غړي دي.

بل لور ته د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امان الله په نوم يو ۷۰۰ کلن سړی نا معلومو وسله والو په ډزو سره په شهادت رسولی.

د نوموړي جسد عدلي طب ته ليږدول شوی او پولیسو د قاتلينو نيولو هڅې پيل کړي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د داعش وسله والو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه د افغاان امنیتي ځواکونه د ننګرهار په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا