اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

په مومندره کې د پاکستاني ځواکونو او طا-لبانو نښته

دید خبرې آژانس: د پاکستاني ځواکونو او طا-لبانو ترمنځ په جګړه کې د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې پر یوه کور د پاکستان له لوري د یوه هاوان د لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي.

د راپورونو له مخې؛ وژل شوي کسان یوه مور او درې زامن دي.

چې د پاکستان خوا ته د شاوخوا کلینکونو او سیمه ییزو روغتونونو ټول روغتیايي کارکونکي دندو ته راغوښتل شوي او په سیمه کې بېړنی حالت دی.

سرچینې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې د جګړې شدت کم شوی خو درېدلی نه دی.

د راپورونو له مخې، جګړه هغه وخت پیل شوې چې طا-لبانو غوښتل یوه پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني ځواکونو مخالفت وکړ.

ویل کیږي، چې له جګړې سره سم د تورخم دروازه هم د هر ډول تګ او راتګ پر وړاندې بنده شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپل اېکس کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته منلې او وایي، چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولایت د تورخم په غورکي سیمه کې تر هغه وروسته وشوه، چې د ډیورند کرښې په استقامت د پاکستان د سرحدي ځواکونو لخوا د طالبانو په امنیتي ځواکونو ډزې وشوې.

د عبدالمتین قانع په خبره، د پاکستاني ځواکونو له ډزو وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونه هم اړ شوي، چې ځوابیه برید وکړي.

نوموړي همداراز لیکلي، چې د دغې پېښې په پایله کې پاکستاني ځواکونو ملکي کورونه په نښه کړل، چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا