افغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

په مزار شریف کې د ایران سرقنسول: د غرب پر وړاندې متحد و اوسو

دید خبرې آژانس: په مزارشريف كې د ايران د اسلامي جمهوريت سر قونسل حميدرضا احمدي له اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل چې د غرب پر وړاندې خپل يووالى او اتحاد وساتي.

هغه غربی هیوادونه هم ړانده وبلل او په فلسطین کې یې د جګړې او نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. د مزارشريف ديني عالمانو هم په دې غونډه کې د نورو اديانو په څېر د اسلامي هېوادونو د يووالي او اتحاد غوښتنه وکړه.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د ایران قونسلګرۍ مشر په مزارشریف کې له دیني عالمانو سره په کتنه کې وویل: هره ورځ لسګونه بې دفاع او مظلوم خلک شهیدان کیږي. لکه څه چې نه وي شوي. نه څوک راغلل او نه څوک لاړل. ټولو دا شرطونه منلي دي او وايي چې موږ یې نشو کولی.»

دغه راز د مزارشريف ښار يو تن ديني عالم محراب الدين جويا هم په دې غونډه کې وويل چې يهود او نصارا په ډېرو مسايلو کې سره يو موټي دي. تاسو مسلمانان ولې د کلمې په وحدت، د قبلې د وحدت، یو خدای او یو پیغمبر په سر خپل منځ کې جنګېږئ؟ ستاسو دا جنجالونه د دښمن د ګټو لپاره دي، نه د سني په ګټه او نه د شیعه په ګټه، بلکې د هغو کسانو د ګټو لپاره دي چې دا دښمني یې طرحه کړې ده.

د فلسطین مسله د دې غونډې د وینا مهمه برخه وه.

د دې غونډې ګډونوالو او تنظیموونکو په فلسطین کې د نسل وژنې پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه او غربی هیوادونه یې په دې تباهۍ تورن کړل.

په غزه کې دجګړې له پيل څخه تراوسه پورې څه دپاسه ٣٨ زره فلسطينيان شهيدان شوي دي .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا