اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په لندن کې شپږو سیاسي بهیرونو د افغانستان لپاره خپل پلان وړاندې کړ

دید خبرې آژانس: په کمبریج پوهنتون کې د افغانستان د وضعیت د بیا کتنې کنفرانس په دویمه ورځ د افغانستان د راتلونکي لپاره د سیاسي بهیرونو په تګلاره بحث وشو.

دغه کنفرانس د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ۲۳م تلین په مناسبت د سپټمبر په شپږمه او اوومه د موزایک بنسټ په نوښت جوړ شوی و.

په دغه کنفرانس کې شپږو سیاسي بهیرونو د طا-لبانو ضد پخواني قوماندان احمدشاه معسود څخه په الهام د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام لپاره خپل پلانونه وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د یوه ډیموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا بهیر، د افغانستان د ازادۍ جبهې، د افغانستان فدرالي غوښتونکو شورا، د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا، د افغانستان د وګړو ګوند او د نهضت اعتماد ملي د افغانستان لپاره د راتلونکي نقشې په اړه په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د دې غونډې تنظیموونکي زلمي نشاط ویلی: «زموږ هدف دا دی چې له طا-لبانو وروسته د نظام لپاره پلانونه او بېلابېلې نقشې راټولې کړو.»

هغه زیاته کړه: «په ټوله کې، موږ د خبرو اترو له لارې د افغانستان د خلکو لپاره د یوې جامع او د منلو وړ لار نقشې په لټه کې یو.»

د افغانستان د موزایک بنسټ مشر په دې غونډه کې په افغانستان کې د يو نا متمرکز نظام پر رامنځته کېدو ټينګار وکړ.

د ده په وینا، ځکه چې مرکزي نظام په تېرو ۱۲۰ کلونو کې د هېواد ستونزو ته ځواب نه دی ویلی.

په دې غونډه کې د سیاسي بهیرونو د استازو او پخوانیو حکومتي چارواکو تر څنګ د افغانستان د چارو مشهورو څیړونکو او کارپوهانو هم ګډون درلود.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا