اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په لندن کې د افغان ښځینه فعالان غونده

دید خبرې آژانس: یو شمېر افغانې ښځینه فعالانې په لندن کې د یوه ګډ پروګرام د جوړولو لپاره راغونډې شوې دي.

دغه فعالانې په څلور ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره د یوې لار نقشې په جوړولو خبرې کوي.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) پیل شوه.

د دې ناستې موخه د افغانستان د روان وضعیت، پر ښځو د طا-لبانو د رژیم د زیاتېدونکو بندیزونو او ورسره د مقابلې د لارو چارو څیړل دي.

حبیبه سرابي، شکریه بارکزۍ، فاطمه ګیلاني، محبوبه سراج، نرګس نهان، بلقیس احمدي، شینکۍ کروخیل، پلوشه حسن، فوزیه کوفي، اصیله وردګ، قهرمانه کاکړ، سیما غني، حوریه مصدق، فروزان نوابي، زرکه یفتلي، معصومه خاوري، اورزلا نعمت او پیمانه اسد د دې څلور ورځنۍ غونډې له ګډونوالو څخه دي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې طا-لبانو ښځې له عامه ډګره ایستلي او د تعلیم، کار او نورو سیاسي او مدني فعالیتونو له حقه یې بې برخې کړي دي.

د بشري حقونو فعالان دغه بندیزونه د بشریت پر وړاندې د جرم او «جنستي تبعيض» یوه ښکاره بېلګه بولي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې جنسيتي اپارتايډ په رسمیت وپېژني.

طا-لبانو ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي؛ خو نړۍوال فشارونه به ونه مني.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا