Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

په لغمان کې د سپورټي سیالیو په ترڅ کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، له لغمان ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې د والیبال د لوبې پر مهال یو کس د ډزو له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه پيښه تيره شپه د عليشنګ ولسوالۍ په نورم کلي کې د واليبال د لوبې پر مهال رامنځته شوه.

د راپورونو له مخې یوه کس د لومړۍ لوبې پر مهال لفظي شخړه کړې وه او بیا یې پر ۴ کسانو ډزې کړې وې.

د لغمان امنيه قومانداني دغه پېښه تاييدوي او وايي چې د څلورو کسانو د وژنې په تور نيول شوى دى.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي دي.

Back to top button