په قزاقستان کې د افغاني توليداتو نندارتون پرانیستل شو
دید خبرې آژانس: د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون د قزاقستان په الماتى ښار کې د دغه هېواد د خصوصي سکتور د استازو او سوداګرو په حضور کې پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې به د درېیو ورځو لپاره افغاني تولیدات په ۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.
د طا-لبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال په دې مراسمو کې وويل، چې استانه غواړي د طا-لبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي، ټرانسپورټي، لوژستيکي او د انرژۍ اړيکې پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر او صنعتکاران د سوداګرۍ او کورنیو تولیداتو په برخه کې له ستونزو شکایت کوي.
د هېواد دغه سوداګر او صنعتکاران د پیسو د لېږد په برخه کې د نړیوالو بندیزونو له امله رامنځته شوې بانکي ستونزې، د صادراتو لپاره د هېواد په بندرونو کې د مناسبو ځایونو نشتوالی او همدارنګه په افغانستان کې دننه د خامو موادو کمښت او په لوړه بیه د هغوی واردول د خپلو لويو ستونزو په توګه یادوي.