اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په قانون کې د جنسيتي تبعیض د ثبت پر اړتیا د فوزیه کوفي ټینګار

دید خبرې آژانس: د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون»څخه د سرغړونې په تړاو د جرمني، کاناډا، هالنډ او استرالیا له خوا د طالبانو پر وړاندې جرمونو په نړیواله محکمه کې د رسمي شکایت د ثبتولو ملاتړ وکړ.

مېرمن کوفي پر اېکس لیکلي دي چې دا کنوانسیون یوازینی نړیوال قانوني سند نه دی چې د افغانستان له الحاق سره سره د طا-لبانو له خوا تر پښو لاندې شوی دی.

هغې ټینګار کړی چې نړیوال سازمانونه باید د «جنسيتي تبعيض» لپاره د مجازاتو قانون جوړونه؛ ترڅو بې دفاع خلک په نړیوال حقوقي سیسټم باور وکړي، اقدامات وکړي.

د يادولو وړ ده، چې جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سختو سرغړونو له امله به طالبان په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

د جرمني ډي پي اى اژانس تر دې مخکې د نیویارک د یوې مسودې په حواله راپور ورکړی و چې دغو هېوادونو پر طا-لبانو غږ کړی چې خپل نړیوال مکلفیتونه مراعات کړي او له هغوی یې وغوښتل چې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونیسي.

د دې راپور پر بنسټ، طا-لبان به په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د سختو سرغړونو له امله محاکمه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون یو له لاسلیک کوونکو هېوادونو څخه دی او د دې پر بنسټ جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ په رسمي توګه پر طالبانو غږ کړی چې خپل مکلفیتونه ومني او د ښځو له حقونو څخه سرغړونې پاى ته ورسوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا