په فلسطین کې د حماس غورځنګ د مشرانو او د مبارزې د شهیدانو په اړه د ا.ا د تعزیت پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (الأحزاب ۲۳)
د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین اسلامي مقاومت (حماس غورځنګ) د نظامي څانګې د مشر محمد الضیف په شمول د څو تنو نورو مشرانو او په عموم کې د فلسطیني مجاهدینو د ټولو شهیدانو د شهادت په اړه د حماس اسلامي غورځنګ له مشرتابه، د ټولو شهیدانو له کورنیو، مجاهدینو او ټول فلسطیني ملت سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي او هغوی ته تعزیت وايي.
د اسلامي مقاومت د غورځنګ دغه مشرانو د صهیونیستي اشغال پر وړاندې د خپل نه ستړي کېدونکي مقاومت یو داسې میراث پرېښود چې د نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا، مقاومت او د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي.
د تل په څېر خپل باور یو ځل بیا تکراروو، چې جهادي مبارزې په شهادت نه کمزورې کېږي، بلکې لا پیاوړي کېږي او د خپل نهايي هدف په لور لار لنډوي.
د فلسطین قضیه د همدغو د رهبري په کچه شهیدانو او د دې مبارزې د ټولو شهداوو په قربانیو یو ځل بیا په نړیواله کچه پر یوې مطرح قضیې بدله شوې او د حماس اسلامي غورځنګ د خپلو قربانیو په برکت په سیاسي او نظامي ډګرونو کې تر پخوا لا ډېر قوي او غښتلی شوی دی.
ان شاءالله تعالی
د افغانستان اسلامي امارت