اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

په فراه کې افغان او ایراني چارواکو ناسته کړې ده

دید خبرې آژانس: د فراه ولایت په شيخ ابونصر فراهي بندر کې د افغانستان او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ ګډه ناسته وشوه، چې په کې د سوداګریزو ستونزو د حل، د بندر د سړک د رغنیزو چارو د چټکتیا او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.

دغه ناسته په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېګدلي، د هرات د سرکنسل علي رضا مرحمتي، د ایران د جنوبي خراسان اقتصادي مرستیال والي جعفري، د فراه والي مولوي غوث‌الدین رهبر او د دواړو هېوادونو یو شمېر لوړپوړو او سیمه‌ییز چارواکو په ګډون ترسره شوې ده

د فراه والي مولوي غوث‌الدین رهبر د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ او د شيخ ابونصر فراهي بندر د سړک د رغنیزو ستونزو د هواري لپاره د یې ګډې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ.

نوموړي په جوړه شوې ناسته کې وویل، دا کمېټه به د ایران او افغانستان چارواکو ته د سړک د رغولو د چارو او اړوند راپورونه وړاندې کوي.

د پروژې مسوول انجینر محمد محمدي د سړک د رغولو د پروسې د چټکتیا لپاره د بشپړو تجهیزاتو او چمتووالي ډاډ ورکړ، خو د قیر، تېلو او بوديجې کمښت یې د پروژې د ځنډ اصلي عوامل وبلل.

د ایران د جنوبي خراسان اقتصادي مرستیال والي جعفري وویل، ایران چمتو دی چې د یاد سړک د رغونې او نورو سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ګډې ناستې ترسره کړي او هر اړخیزې همکارۍ وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېګدلي وویل:« افغانستان هر کال له ایران سره تر ۵۰ میلیونه ډالرو زیات صادرات لري، خو دا شمېر لا زیاتېدلی شي».

نوموړي زیاته کړه، چې ایران له افغانستان سره په فرهنګي، ټولنیزو او روزنیزو برخو کې تلپاتو همکاریو ته ژمن دی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا