اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

په فرانسه کې یو افغان نیول شوي دی

دید خبرې آژانس: د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ ویلي، چې یو افغان یې د «ترهګرۍ او د یو مشکوک برید د پلانولو» په تور د پلټنو لپاره نیولی دی.

چارواکي وايي، چې د «فوټبال په لوبغالي یا یو سوداګريز مارکېټ کې د خلکو په نښه کولو» پلان ظاهرا له دغه افغان شکمن سره تړاو لري.

دغه ۲۲ کلن افغان شکمن د هغو دریو کسانو په ډله کې دی، چې د چارواکو په وینا د دې اونۍ په پیل کې په تولوز کې نیول شوي وو.

له نوموړي سره دوه نور نیول شوي کسان خوشي شوي دي.

چارواکي وايي، وروسته له هغې، چې د سپټمبر په ۲۷کې څېړنې پیل شوې «د تاوتریخوالی یو پلان شوی عمل چې د فوټبال په سټیډیم یا یو سوداګريز مارکېټ کې د افرادو په نښه کول» وموندل شو، چې ظاهرا له افغان شکمن سره تړاو لري.

چارواکو زیاته کړه، چې دوی «ډیری عناصر» موندلي، چې په ښکاره ډول دا کس د «راډیکالزم» او «داعش ایډیالوژۍ» سره تړاو لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا