اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثټولنه

په فاریاب کې د موټر د ټکر له امله ۱۰ کسان مړه شوي او ۵ نور ټپيان دي

دید خبرې آژانس: د فارياب په مېمنه ښار کې د واده مراسمو يو موټر له دېوال سره ټکر کړی، چې له امله یې ۱۰ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږی چې په مړو او ټپيانو کې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

په فارياب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شمس الدين رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د چهار شنبې په مازدیګر شپږ بجې د مېمنې ښار د شپږمې ناحيې پر نوي سړک شوې ده.

هغه زياتوي، چې د واده په مراسمو کې يو فیلډر موټر د تېز تګ له امله د موټر چلونکي له واک څخه وتلی او له ديوال سره يې ټکړ کړی دی.

هغه وویل چې په مړو کې ۵ ښځې، ۴ ماشومان او یو نارينه شامل دي او په ټپیانو کې هم ښځي او ماشومان دي.

د فاریاب ولایت ځایي ترافيک چارواکي وايي، چې ټپیان يې روغتيايي مرکز ته انتقال کړي دي.

طالبان د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او تېز سرعت یاد کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا