اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

په فاریاب کې د طا-لبانو نوي والي په دنده پیل وکړ

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي په فاریاب ولایت کې د اسلامي امارت نوي والي په دنده پیل کړي دي.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت د فاریاب ولایت لپاره د نوي والي د معرفي کولو خبر ورکوي او وايي چې ملا عبدالاحد فضلي د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې چې د دغه وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معین په حضور کې د دغه ولایت د نوي والي په توګه په دنده پیل وکړ.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه د ملا عبدالاحد فضلي د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.

همدارنګه ښاغلي قانع زیاته کړه چې په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین تغییر د اسلامي امارت اصول وګڼل او ویې ویل: هر مامور باید خپله دنده په اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي او د خلکو خدمت وکړي.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي مخدوم د دغه ولايت د پخواني والي د کارونو ستاينه وکړه او نوي والي ته يې په ورسپارل شويو دندو کې د برياليتوب هيله وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا