افغانستانروستي خبرونه

په فاریاب کې د طالبانو تهاجمي حملې په شا و تمبول شوې

امنیتي چارواکي وايي، چې په فاریاب کې مو طالبانو ته درانده تلفات وراړولي دي او وايي، چې ددې ولایت د شیرین تګاب ولایت په والسوالۍ کې  پر امنیتي پوستو د طالبانو حملې پر شا تمبول شوي دي او ۱۷ طالب جنګیالي ټپیان او وژل شوي دي .

عبدالکریم یورش، د فاریاب د پولیسو ویاند وايي، چې نظام الدین قیصاري، د قیصاري ولسوالۍ د پولیسو قومندان د قیصار ولسوالۍ- المارجان شاهراه پر لار د طالبانو له کمینه روغ راوتلی دی .

د فاریاب د پولیسو ویاند اضافه کوي،  د قیصار د پولیسو قومندان، چې کله غوښتل، چې د قیصار له ولسوالۍ ددې ولایت مرکز میمنې ته راشي، د قروغ سای په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو، چې د نښتې له لامله ۱۰ طالبان وژل شوي او ۲ تنه نور یې ټپیان شوي دي. بلخوا ښاغلي یورش ویلي، چې تېره شپه طالبانو د دشت فیض آباد په سیمه کې، چې د شیرین تګاب ولسوالۍ ته نږدې ده، خپلې تهاجمې حملې پر  امنیتي پوستو پیل کړي؛ خو پر شا تمبول شوي دي .

هغه وايي : له امنیتي ځواکونو سره د طالبانو د نښته په پایله کې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې ۳ طالبان وژل شوی او ۲ نور  یې ټپیان شوي دي .

د فاریاب د پولیسو ویاند ویلي، چې ددې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ  کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو د نښتو په پایله کې ۲ امنتي ځواکونه ټپیان او ملکي وګړي زیانمن شوي نه دي .

طالبانو تر اوسه د خپلو ملګرو د وژل یا ټپی کېدو په باب څه نه دي ويلي .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا