اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

په فاریاب ولایت کې دو ښوونځي د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږۍ

دید خبرې آژانس: د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست د یوه مرستندویه بنسټ په همکارۍ دغه ولایت کې د دوو ښوونځيو د و ودانیو جوړولو چارې پیل کړې.

دغه دوه ښوونځي به د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړ شي.

د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد وایي، د پوهنې پراختیا په موخه هڅه کوي دغه ولایت کې د معیاري ودانیو، ښوونکو او د زده کوونکو نورو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

محمد طاهر جواد زیاته کړه: « دغه دوه ښوونځي چې موږ یې په دولت اباد ولسوالۍ او میمنه ښار کې بنسټ کېښود، ۲۷میلیونه بودیجه لري او یو ښوونځی چې موږ یې پرانیسته وکړه، شاوخوا ۱۴.۲ میلیونه افغانۍ بودیجه یې وه چې له درې واړو ښوونځيو به ۱۱۴۱ زده کوونکي ګټه واخلي.»

د فاریاب اوسېدونکي که څه هم دغو ښوونځيو د جوړولو هرکلی کوي خو دغو ښوونځیو ته د مسلکي ښوونکو ګومارلو، د څښاک پاکو اوبو او ځينو نورو اسانیتاو د برابرولو غوښتنه کوي.

د دوی په خبره، د دغو دوو ښوونځيو زده کوونکو تر دې وړاندې، د ونو تر سیورې لاندې او یا هم جوماتونو او شخصي هجرو کې زده کړې کولې.

د دغه ښوونځي زده کوونکو هم تر دې وړاندې په ازاده فضا کې زده کړې کولې.

د فاریاب پوهنې ریاست د مالوماتو لمخې، دا مهال دغه ولایت کې په ۴۹۸ ښوونځيو کې شاوخوا ۳۰۵ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا