افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په غور کې د يوه ځوان مړى موندل شوى دى

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د غور ولایت په مرکز کې د یوه ځوان وژل شوی مړی موندل شوی دی.

په غور کې د يوه ځوان مړى موندل شوى دى

د غور ولايت سرچينې وايي، چې د دغه تنکي ماشوم مړى د دوشنبې په ورځ (د اسد ٢٤مه) ماښام مهال د فيروزکوه ښار په ختيځ کې د «وردک ها» په سيمه کې موندل شوى دى.
د دغه ځوان مړی چې شاوخوا څوارلس کاله عمر لري له یوې ونې سره ځړول شوی وموندل شو
دا چې ولې او څنګه دغه تنکی ځوان په دار ځړول شوی، تر اوسه څرګنده نه ده.
ويل کېږي چې د دغه ماشوم جسد د غور ولايتي روغتون ته لېږدول شوى او خپلوان يې تر اوسه نه دي موندل شوي.
محلی طا-لبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا