اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیده

په غور ولایت کې ترافيکي پېښې ۴ تنو ژوند واخيست

دید خبرې آژانس: په غور ولايت کې يوې ترافيکي پېښې له ۴ تنو ژوند واخيست او ١۴ تنه نور ټپيان کړل.

د غور ولايت د طا-لبانو امنيي قومندانۍ وياند وايې چې دا پېښه ددې ولايت په لعل او سرجنګل ولسواليو کې رامنځته شوې ده.

د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري وايي، پېښه د يوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې، چې د ٧ ټپيانو روغتيايي حالت د «اندېښنې وړ» دى.

په تېره يوه مياشت کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله د دغو څلورو کسانو په ګډون ٧٠ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دا پېښې د تلفاتو په شمېر کې بې ساري زیاتوالی په ګوته کوي.

په هېواد کې د طا-لبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او دموټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا