اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په غزه کې پنځه خبریالان وژل شوی

دید خبرې آژانس: په غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی، چې نن (پنجشنبه، د مرغومي ۶مه) د اسراٸیلي ځواکونو په بریدونو کې د پنځو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه لس تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

رویټرز خبر ورکړی چې دغو خبریالانو د القدس الیووم ټلوېزيوني شبکې لپاره کار کاوه چې په ​​نصیرات کې د العوده روغتون ته څېرمه د خبریالانو پر موټر د توغندي د لګېدو وروسته ووژل شول.

فلسطيني رسنيو او سيمه ييزو خبريالانو ويلي دي چې پر دغه موټر د رسنيو د مرکز نښانونه کارول شوی و او د خبريالانو له خوا د روغتون او نصرت کمپ له دننه څخه د راپور ورکولو لپاره کارول کېده.

اسرائیلو تر اوسه د دغه برید او د خبریالانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د غزې ډاکترانو ویلي دي چې د غزې ښار په زیتون سیمه کې پر یوه کور په یوه بل هوایي برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي؛ خو دوی زیاته کړې چې ښايي د دې برید د قربانیانو شمېر زیات شي؛ ځکه چې ډیری یې د خاورو لاندې بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چهارشنبې په ورځ، د فلسطین وسله والې ډلې حماس او اسراٸیلو په تېرو ورځو کې د دواړو خواوو لخوا د پرمختګ راپور ورکولو سره سره د اوربند هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د پاتې راتلو له امله یو بل تورن کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا