اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو/ ۳۲ کسانو کې ژوند له لاسه ورکړ

دید خبرې آژانس: له نن سهار راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې په دغه ښار کې ۳۲ کسان وژل شوي دي. په ټپیانو کې ۶ ماشومان او مور یې هم شامله ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند د ټینګولو او په اسرائیلو کې د یرغمل شویو اسرائیلي بندیانو د خلاصون په اړه خبرې اترې وکړي.

په تېرو څو ساعتونو کې ۷ تنه په نصیرات پنډغالي کې، ۴ تنه په خان یونس ښار کې او ۲۱ تنه په دیرالبلح ښار کې مړه شوي دي.

د قربانیانو د کورنۍ یو غړۍ وایی: «زما لور، د هغې خاوند او د دوی شپږ ماشومان د دیر البلح سیمې د فارم په کوڅه کې خوندي وو چې راکټ پرې ولګېد او اپارتمان یې په بشپړ ډول ویجاړ کړ. مور مړه شوه او ټول شپږ ماشومان مړه شول.»

په همدې حال کې د غزې د تړانګې له ځینو برخو څخه د هوايي بریدونو په دوام کې په زرګونو کسان د شول د مغازي پنډغالي ته په تېښته دي. د روغتونونو وضعیت هم ښه نه دی.

د غزې چارواکي وايي، د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون به په ۲۴ ساعتونو کې د اسانتیاوو، درملو او تېلو د نشتوالي له امله بند شي.

په رفح کې د کویتي روغتون هم د ډاکټر د نشتوالي له امله د جراحي عملیات بند کړي دي. له بلې خوا په اسرائیلو کې د بنیامین نتانیاهو پر حکومت د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره د فشار لپاره لاریونونه دوام لري.

په تل اویو کې په خپلو اونیزو لاریونو کې لاریون کوونکو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

لی سیګل، د یو یرغمل ورور، وایی: «موږ مات شوي یو. موږ غمجن یو موږ ستړي یو موږ سهار له خوبه پاڅېږو او د یرغمل شویو په اړه فکر کوو، چې ښايي دوی به نن کور ته راشي. هره شپه موږ په دې فکر کې ویده کېږو چې سبا به ښه ورځ وي. تر هغو چې یرغمل شوي کور ته نه وي راغلي، خبرې اترې هیڅ ګټه نه لري.»

تمه کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په غزه کې د اوربند د هوکړې په اړه چې ټاکل شوې د مصر په پلازمینه قاهره کې دوام وکړي خبرې وکړي.

بلینکن په داسې حال کې اسرائیل ته رسېدلی چې په قاهره کې مذاکره کوونکي د اوربند پر هوکړې خبرې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا